د خوست چارواکي وايي چې د یاد ولایت پولیسو څلور تنه په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په تور نیولي دي.
دوی زیاتوي، د موټر تښتونکو څخه دوه عرادې موټر هم نیول شوي چې د پولیسو لخوا خپلو مالکینو ته وسپارل شول.
د جمعې په ورځ د خوست د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونمل عبدالحنان ازادي راډیو ته وویل چې یاد کسان تېره ورځ د خوست په بېلابېلو سیمو کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو لخوا نیول شوي دي.
ښاغلي حنان زیاته کړه، څلور کسان په قتل کې د لاس لرلو او دوه تنه د موټر تښتونې په جرم تورن دي.
د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال زیاته کړه:
"د جنایې جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو تېره ورځ د بېلابېلو جرمونو په تړاو شپږ تنه د خوست په مختلفو سیمو کې نیولي چې څلور تنه یې د قتل او دوه تنه یې د موټرو دغلا و په تړاو نیول شوي، موټر تښتونکو څخه هغه دوه عرادې موټر چې یو یې ټوډي او بل یې سراچه ده، دپولیسو لاسته راغلي چې څه موده وړاندې یې زمونږ د دوو تنو خوست مېشتو څخه په سرقت بیولي وو."
سمونمل عبدالحنان وویل چې پولیسو د موټر تښتونکو دوه نور شریکان هم پېژندلي، د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.
د موټر مالک رحیم چې پولیسو خپل موټر وروسپاره، د پولیسو له دې اقدام مننه وکړه او له خلکو يې وغوښتل چې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې د پولیسو او نورو امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.
ده وویل، که خلک له سرتیرو سره همکاري وکړي، نو د خلکو مال او ځان به خوندي شي.