د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو د لګولو په اړه د امریکا او چین پر پیشنهاد رای ورکوي.
امنیت شورا دا ګام د شمالي کوریا لخوا د بلاستیک توغندیو د وروستیو ازموینو په عکس العمل کې اخلي.
واک ته د ډونالد ټرمپ تر رسېدو راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې متحده ایالات او چین د شمالي کوریا په هکله پر یوې پرېکړې موافقه کوي.
راپورونه وايي چې د پرېکړه لیک په دې مسوده کې د شمالي کوریا پر څلورو ادارو او ۱۴ اشخاصو د بندیزونو غوښتنه شوې ده.
امریکا له تېرو پنځو اونیو راهیسې له چین سره پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو په اړه سلامشورې ترسره کړي دي.
دا لا معلومه نه ده چې روسیه به پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو ملاتړ وکړي او که د پریکړه لیک دا مسوده به ویټو کړي.