د ارزګان خاص ارزګان کې درې طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قاضي په ګډون درې تنه طالبان وژل شوي دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ امنیه قوماندان عبدالصمد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې یاد وسله تېره ورځ د افغان ځواکونو په توپچي برید کې وژل شوي دي.

خاص ارزګان د ارزګان ولایت یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسي يې لاره له مرکز ترینکوټ سره تړلې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.