ټرمپ وايي د پاریس اقلیمي بدلون له تړونه وځي

د امریکا ولسمشر وايي، متحدایالات به د پاریس د اقلیمي بدلون له تړون څخه ووځي.

ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د وینا پرمهال وویل، دا تړون د امریکا د اقتصاد لپاره مضر دی او دی به د یوه نوي تړون د رامنځ ته کولو هڅه وکړي.

ټرمپ وویل، د هغې ژمنې د عملي کولو لپاره چې د امریکا د خلکو د ساتنې په برخه کې یې کړې غواړي چې متحدایالات د پاریس له تړون څخه ووځي خو د پاریس د تړون د اصلاح او یا د داسې یو نوي تړون د رامنځ ته کولو لپاره به خبرې پیل کړي چې شرایط یې د امریکا او د امریکا د بزنسونو، کارګرانو، خلکو او مالیه ورکوونکو لپاره مناسب وي:

"موږ له دې تړون څخه وځو خو خبرې اترې پیلوو او ګورو که وکولای شو چې کومې مناسبې موافقې ته ورسېږو، که دا کار وشو خو ښه ترښه او که ونشو، هم سمه ده."

ښاغلي ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه چې متحد ایالات به د پاریس د اقلیمي بدلون له تړون څخه وباسي او ویلي یې و چې دا تړون د امریکا د اقتصاد او د کاري فرصتونو لپاره زیانمن دی.