ټرمپ نن د اقلیمي بدلون تړون کې د پاتې کېدو یا وتلو اعلان کوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې نن به اعلان وکړي چې د نړیوال اقلیم له تړون سره پاتېږي که ترې وځي .

نړیوالو مشرانو له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې باید له دې تړون سره پاته شي.

په واشنګټن کې باوري سرچینو پرون ویلي چې ولسمشر ټرمپ به د پاریس د ۲۰۱۵ کال له تړون څخه چې د اقلیم د بدلون په اړه شوی، ووځي.

دا تړون د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو لاسلیک کړی دی.

که چېري امریکا له دې تړون څخه ووځي، له نورو متحدینو سره به یې اړیکې لا کړکېچنې شي.

امریکا به یوازینی هېواد وي چې د سوریې او نیکاراګوا ترڅنګ په دې تړون کې برخه نه اخلي.

اروپایي مشرانو ډېري هڅې کړي چې ډونالد ټرمپ ته په وروستیو شېبو کې قناعت ورکړي چې له دې معاهدي ونه وځي، خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې دده په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د دې معاهدې مخالفین او هم په هغه هېواد کې د سکرو، تېلو او برېښنا شرکتونو او صنعتګرانو پر ده فشار راوړی چې دا تړون ونه مني.

ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال پر دې معاهدي سخت انتقاد کړی او د ځمکي تودوخه یې یو فریب بللی وو.