د بغلان په پلخمري کې ترافیکې پېښې د یوې ښځې په ګډون ۳تنه وژلي

د بغلان ولایت د پلخمري په چشمه شیرسیمه کې نن سهار د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د ولایتي روغتون مؤظف ډاکټر بکتاش رسنیو ته ویلي چې په‎دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه وژل شوي او ۱۶ نور چې ښځې او ماشومان هم په‎کې دي، ټپیان دي.

دی وايي، یو مسافر وړونکی موټرله یوې سراچې سره ټګر کړی چې علت یې د موټر چلونکي بې احتیاطي بللي ده.

دی وایي، د څو ټپیانو روغتیایي حالت خراب دی.