ارزګان کې د نړیوالو ځواکونو هوايي حمله کې ۲۵ طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د یوه طالب قوماندان په ګډون ۲۵وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه هوايي حمله کې ۲۰ نور وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي.

نوموړی وايي، د یادو بریدونو پرمهال د وسله والو طالبانو ۱۰ټانکونه ۷عرادي موټران چې لنجر موټر هم پکې شامل دي او ۱۸عرادي موټرسیکلونه يې هم له منځه وړي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړڅه نه دي ویلي.