د هلمند د حج او اوقاف رئیس څارنوالۍ ته معرفي شوی

د هلمند د حج او اوقاف رئیس د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

د هلمند والي حیات‌الله حیات وایي، د حج او اوقاف رئیس‌یې د دندې څخه د ناوړه استفادې تر څنګ دحاجیانو په بې‌نوبته استولو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړی دی.

د حج او اوقافو رئیس عبدالحمید قاری‌زاده پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د هلمند د استېناف څارنوال محمد صادق فراهي وایي، د حج او اوقافو د رئیس دوسیه ورته رسېدلې او رئیس‌یې محبس ته استولی دی.