اُتریش ۱۷ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل

اُتریشي چارواکي وایي، ۱۷ افغان کډوال‌یې د چهارشنبې په ورځ بېرته افغانستان ته ستانه کړل.

د اُتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې سل تنه افغانان به چې د پناه غوښتنلیکونه‌یې رد شوي دي، روان کال افغانستان ته ولېږي.

اتریش وایي چې د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر سیمې خوندي دي.

په کابل کې پرونۍ چاودنې لسګونه کسان ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.