د مالیزیا هوایي چلند اعلان وکړ چې یوه الوتکهیې هغه وخت بېرته استرالیا ته ستنه شوه چې د الوتنې پر مهال یوه کس هڅه کوله چې د پیلوټ کابین ته ورننوځي.
دغهَ شرکت ویلي دي چې پرون د دوی "اېم اېچ ۱۲۸" الوتکه د استرالیا له میلبرن ښاره کوالالامپور ته روانه وه چې دا پېښه رامنځته شوه او الوتکه بېرته میلبرن ته ستنه شوه.
د مالیزیا د هوایي چلند په وینا الوتکه په خوندي ډول د میلبرن پر هوایي ډګر کېناسته او د امنیت لپارهیې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د مالیزیا د ترانسپورټ وزارت مرستیال عبدالعزیز کپراوي وایي چې یوه سریلانکایي د الوتنې پر مهال ادعا کړې وه چې له ځان سره بم لري، خو له هغه سره بم نهو او د موبایل د چارجر په څېر یو شی ورسره و.