کابل کې چاودنې ۸۰ کسان وژلي او څه باندې ۳۵۰ یې ټپيان کړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د لومړنیو معلوماتو له مخې د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مجروح ازادي راډیو ته وویل، ښايي په ارقامو کې بدلون راشي.

نوموړی وايي:

"د هغو معلوماتو له مخې چې د کابل روغتونونو عامې روغتیا وزارت ته ورکړي په نننۍ پېښه کې ۸۰ کسان وژل شوي او له ۳۵۰ ډېر ټپيان شوي دي، ټپيان بېلابېلو روغتونو ته انتقال شوي امکان ولري چې په ارقامو کې بدلون راشي."

د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په سیمه کې خبریالانو ته وویل چاودنه نن سهار شااوخوا ۸ نیمې بجې د لسمې امنیتي حوزې اړوند د زنبق څلور لارې ته څېرمه د موټربم له امله رامنځته شوې ده.

وسله‌والو طالبانو په دې حمله کې خپل لاس لرل رد کړي دي.