د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د مالدیف په وړاندې د لوبې لپاره چمتووالی نیسي.
دا دوستانه لوبه به د راتلونکې سې شنبې په ورځ په دوبۍ کې وشي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، له مالدیف سره دوستانه لوبه د افغانستان د فوټبال ملي ټیم د هغه چمتووالي یوه برخه ده چې له کمبودیا سره د رسمي لوبې لپارهیې نیسي.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیمونو مدیر علي عسکر لعلي پر خپله فېسبوکپاڼه په یوه وېډیويي پیغام کې ویلي:
"زموږ د هېواد د ملي ټیم مسابقه د جون په شپږمه نېټه په دوبۍ کې ده، هلته یو لنډ روزنیز کمپ او مالدیف سره مسابقه لرو، له دې وروسته د جون په اتمه نېټه کمبودیا ته ځو، هلته به د کمبودیا په وړاندې رسمي مسابقه وکړو چې د اسیایي هېوادونو د اتلولۍ لپاره د مقدماتي مسابقو په ترڅ کې ده."
د اسیايي هېوادونو د اتلولۍ په مقدماتي سیالیو کې افغانستان په «C» ګروپ کې له اردن، ویتنام او کمبودیا سره یوځای دی.
افغانستان په دې لړ کې تر اوسه یوه مسابقه کړې او هغه له ویتنام سره وه چې په یو ګول مساوي شوې او د یو امتیاز په لرلو افغانستان د جدول په درېیم ردیف کې دی.