په هلمند کې امنیتي چارواکي وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې د نادعلي د نیولو لپاره د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او ۱۱۰ تنه د حکومت مخالف وسلهوالیې وژلي دي.
د هلمند امنیه قوماندان اقا نور کېنتوز پرون سې شنبه ناوخته په هلمند کې یوې خبري غونډې ته وویل چې له تېرو څو ورځو را په دېخوا وسلهوالو طالبانو په نادعلي ولسوالۍ کې د لارې د بندولو او د ولسوالۍ د نیولو لپاره پراخ بریدونه پیل کړي چې د ده په وینا افغان ځواکونو په شا تمبولي او مخالفو وسلهوالو تهیې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي وویل:
"هغه جدول چې ما سره دی، له یوې اوونۍ راهیسې تر ۱۱۰ زیات مخالف وسلهوال وژل شوي دي، خو تاسو ګورئ هغوی په ډېر ناځوانمردانه توګه په جوماتونو او د خلکو په کورونو کې ماینونه خښوي او د خلکو له کورونو د بریدونو لپاره استفاده کوي."
د هلمند امنیه قوماندان وويل چې د دوشنبې په ورځيې هم د وسلهوالو یو لوی برید په شا تمبولی او ادعا یې وکړه چې ۲۸ وسلهوالیې وژلي او ۱۳ نور یې د دې برید پر مهال جګړه کې ټپیان کړي.
نوموړي دولتي لوري ته د څلور سرتېرو وژل کېدل او د څلورو نورو ټپي کېدل تائید کړل.