نړیوال بانک: تېرو ۱۵ کلونو کې د روغتیا په برخه کې پرمختګونه شوي

نړیوال بانک وايي، په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې د ځینو نورو هېوادونو په مقایسه چټک پرمختګونه شوي.

په کابل کې د نړیوال بانک دفتر رسنیو ته په یوې استولې بلنه کې ویلي، د هغې ارزیابۍ په ترڅ کې چې د نړیوال بانګ متخصصانو د د ټورنټو د پوهنتون د څېړونکو له یوې خپلواکې ډلې سره په ګډه ترسره کړې، موندلي دي چې له ۲۰۰۲ میلادی کال راهیسې تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې په افغانستان کې د روغتیا د برخې ځینې مهمې څانګې د ځینو هغو هېوادونو په مقایسه په چټکۍ بهتره شوې چې د افغانستان سره له برابرې پراختیايي سطحې‎یې پیل کړی و.

نړیوال بانک د خپلې دې څېړنې په اړه او دا چې په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د بهتره کېدو چټکتیا یې له کومو هېوادونو سره مقایسه کړې، نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ټاکل شوې چې په نېږدې ورځو کې به د نړیوال بانک چارواکي د خپلې دې ارزیابۍ جزئیات له رسنیو سره شریک کړي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو د بهتره کېدو ستاینه په داسې حال کې کوي چې لا هم ګڼ افغانان په کور دننه لومړنیو روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه‎لري او ګڼ افغان ناروغان د ډېرو درنو لګښتونو په منلو اوس هم د درملنې لپاره ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته ځي.