یو چکی وګړی امریکا کې د کمپیوټرونو د هک کولو په تور محاکمه کېږي

د چک جمهوريت یو تبعه په امریکا کې د امریکايي شرکتونو د کمپیوټرونو د هک کولو په تور په پراګ کې محاکمه کېږي.

محکمه به پرېکړه کوي چې دی بېرته امریکا ته وسپاري که نه؟

روسيه هم غواړي يېفګيني نېکولین وايستل شي کوم چې د چک چارواکو له‎خوا په اکټوبر میاشت کې د امریکا د حکومت په غوښتنه د انټرپول د خبرداري پر اساس ونيول شو.

نېکولین د پراګ په پانکراڅ زندان کې نن سې شنبه محاکمه کېږي.