د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې پولیسو او ملي اردو خپلمنځي نښته کړې

د ارزګان ولایت سیمه‌ييز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو په خپلمنځي شخړه کې دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری وژل شوي دي.

د دغه ولایت د ولایتي شورا مرستیال نور محمد حقمل نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې تېره ورځ مازیګر ناوخته د دغه ولایت د چورې ولسوالۍ په مرکز بازار کې د پولیسو او ملي اردو تر منځ د موټر پر تېز چلولو لفظي شخړه رامنځته شوې چې وروسته دغه شخړ په وسله‌واله شخړه واوښته چې په پایله کې يې دوه پولیس او یو د ملي اردو سرتېری ووژل شول او درې پولیس او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

خو په سیمه کې د پېښې یوه عیني شاهد د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دغې نښته کې درې ملي پولیس او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي او درې ملي پولیس او دوه د ملي اردو سرتېري ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیتي چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي، خو وايي چې دوی په دې اړ پلټنې کوي.