عراقي شیعه ځواک داعش د سوریې پولې ته نېږدې له یوه کلي وایستل

د عراق د شیعه‎ګانو پوځي ځواک چې ایران ورسره مرسته کوي، پرون دوشنبه د داعش ډلې وسله‎وال د سوریې سرحد ته نېږدې له یوه کلي وایستل چې له دې سره د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته د ایران له‌خوا د مرستو او وسلو د رسولو لاره هم پرانیستل شوه.

د عامه ګډون په نوم دې ځواک پرون د دوشنبې په ورځ د عراق د باج ښار په شمال کې د سوریې د سرحد پر لور خپل پرمختګ د روژې معجزه وبلله.

د دې ځواک لپاره د دې سیمې بېرته نیول چې ورسره د اسد پوځ ته د تجهیزاتو او مرستو د رسولو لویه لاره خلاصېږي د بغداد او اسد د ځواکونو تر منځ د اړیکو د بیا ټینګولو له کبله اهمیت لري.

د دې لارې خلاصېدل د سوریې ولسمشر ته دا امتیاز ورکوي چې د سوریې په شپږ کلنه جګړه کې د خپلو مخالفینو پر ضد په جګړه کې یو بل امتیاز ترلاسه کړي.