ډونالد ټرمپ د ارلینګټن ملي هدیرې ته لاړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون دوشنبه د افغانستان او عراق په جګړو کې د وژل شویو امریکايي پوځیانو د قبرونو د لیدو لپاره واشنګټن ته څېرمه د ارلینګټن ملي هدیرې ته لاړ.

ټرمپ د هدیرې پر هغې برخې راوګرځېد چې له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې په جګړو کې د وژل شویو کسانو قبرونو ته ځانګړې ده.

په هدیره کې یوې ښځې چې زوی یې له امریکا دباندې وژل شوی، ټرمپ ته وویل چې زوی یې په وروستي ځل ورته وویل:

"مورې هیله لرم، خلک مې هېر نه‌کړي چې زه هم یو وخت ژوندی وم."