اروپايي کمېسیون افغانستان، پاکستان او ایران ته مرسته وکړه

اروپايي کمېسیون په افغانستان، پاکستان او ایران کې له افت‌ځپلو او جنګ ځپلو سره ۴۴ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

د اروپايي کمېسیون له راپور سره سم چې پرون دوشنبه‌یې خپور کړ، دا مرسته به د دغو هېوادونو د هغو کسانو د کړاوونو له کمېدو سره مرسته وکړي چې پرله‌پسې طبیعي پېښو، جګړو او بې‌ځایه کېدو زیانمن کړي دي.

د دې مرستو یوه برخه د ماشومانو زده‌کړو ته ځانګړې شوې ده.

اروپايي کمېسیون وايي، د دې مرستې لږه برخه یعنې ۷ میلیونه به پاکستان ته ورکړل شي، له دې مرستې ۱۰ میلیونه یورو ایران ته ورکول کېږي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ماشومانو او کورنیو پر لومړنیو اړتیاوو یې ولګوي.

افغانستان ته د اروپايي اتحادیې د دې ۴۴ میلیونه یورو مرستې ۲۵ میلیونه د کورنیو بې‌ځایه شویو او خپل هېواد ته د بېرته ستنو شویو کډوالو لپاره ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو له وروستي راپور سره سم چې پرون دوشنبه خپور شو، د روان میلادي کال په لومړیو ۵ میاشتو کې تر یو لک ډېر افغانان په خپل هېواد کې بې‌خایه شوي دي.