د پکتیکا والي وايي، د ولسمشر له امر وروسته د دغه ولایت د ښوونځیو د کتابونو ستونزه تر ډېره حل شوه.
الیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل، له ژمنو سره سره د پکتیکا ښوونځیو ته کتابونه نهو رسېدلي.
ښاغلی وحدت زیاتوي:
"ولسمشر ته مو وړاندیز وکړ، ولسمشر دا خبره جدي واخیسته، ملي دفاع وزارت تهیې امر وکړ چې دا کتابونه تاسې ورسوئ، بالاخره د دفاع وزارت ځواکونو زموږ د ښوونځیو ۱۰ کانټینره کتابونه موږ ته راانتقال کړل."
د ښاغلي وحدت په وینا د ولسمشر په امر د دغه ولایت د ښوونځیو لپاره ۵ لکه جلده کتابونه استول شوي دي.
ده همداراز وویل چې د درسي کتابونو نشتوالی د پکتیکا د ښوونځیو یوه لویه او اساسي ستونزه وه.
ښاغلی وحدت وايي چې ټول کتابونه د ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې وېشل شوي دي.