د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، د چین په نړیوال نندارتون کې به درې تنه افغان صنعتکارې او کسبګرې مېرمنې خپل لاسي صنایع نندارې ته وړاندې کړي.
د بامیان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر علي رضا حسنزاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، په پام کې ده چې دغه نندارتون په جون میاشت کې د چین په ګانسو ایالت کې جوړ شي او له بامیان څخه به درې تنه سوداګرې مېرمنې خپل لاسي صنایع او غالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
حسنزاده وایي، په دغهشان نړیوالو نندارتونونو کې د افغان صنعتکارو مېرمنو ګډون دا څرګندوي چې افغان مېرمنې اوس له اقتصادي اړخه پیاوړې شوي او هم خپل فعالیتونه له دودیز حالته په صعنتي شکل سرته رسوي.