بیجنګ کې د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخيزه ناسته وشوه

د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د سیمې د نښلېدو او زېربناوو په تړاو د افغانستان، چین او پاکستان تر منځ د عملي خبرو لومړۍ ناسته پرون یکشنبه د چین په «beijing» ښار کې تر سره شوه.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې د درې واړو اړخونو تر منځ د سیمې د نښلېدو لپاره په بېلابېلو سیمو کې د زېربنایي پروژو په تمرکز، د متقابلو ګټو، د "یو کمربند یوې لارې" (OBOR) طرحې په چوکاټ کې د سیمې په اقتصادي یووالي خبرې اترې وشوې.

ښاغلی عبدالرحیمزی زیاتوي، افغان حکومت په دې ناسته کې د نښلېدو څو کلیدي پروژې، لکه د سړک او اوسپنیزې پټلۍ د سکټور تر څنګ د اوبو او لمریزې انرژۍ پروژې وړاندیز کړې.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې په دغې ناسته کې د مالیې وزارت سلاکار خالد پاینده، د چین د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس شیائو کیان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو رئیس منصور احمد خان ګډون کړي و.

د "یوه کمربند یوې لارې" په پروژه کې ۶۵ هېوادونه شامل دي.