یوه ځایي سرچینه وايي چې وسلهوالو طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د چارچینو ولسوالۍ پر مرکز حملې پیل کړي او لا هم دوام لري.
د ارزګان له چارچینو ولسوالۍ څخه یوې باوري سرچینې د دوشنبې په ورځ د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د چارچینو پر ولسوالۍ د طالبانو حملې دوام لري او تر کلکې محاصرې لاندې ده.
دغه سرچینه زیاتوي چې که دغې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونهرسېږي، نو د سقوط له ګواښ سره به مخ شي.
د سرچینې په حواله ویل شوي چې تر اوسه په حملو کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال بلال او د هغه د مرستیال خنجري په ګډون ۲۵ وسلهوال طالبان او ملکیان وژل شوي، خو د پولیسو په اړهيې معلومات نهلرل.
امنیتي چارواکي بیا وايي چې دغه ولسوالۍ کې حالت ښه دی او د سقوط وېرهيې نهشته.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.