د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يخ پر سر شخړه کې ۴ تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د يخ پر سر په رامنځته شوې شخړه کې د يوې مېرمنې په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه پېښه د چپرهار ولسوالۍ د للمې په سیمه کې تېر مازیګر د ملا رقیب او سید ملا جان د کورنیو تر منځ رامنځته شوې او دواړو لورو په يو بل ډزې کړي چې ياده مرګ ژوبله‌يې اړولې ده.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، په وژل شویو کې درې تنه‌یې د ملا رقیب د کورنۍ اړوند دي او همداراز د سید ملا جان کورنۍ اړوند بیا یوه مېرمنه وژل شوې ده.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې که څه هم د سیمې څخه د پېښې عاملینو تېښته کړې، خو د پولیسو له لوري د نیولو هڅې روانې دي.