کیلي: امریکا به د هوايي شرکتونو امنیتي تدابیر زیات کړي

د امریکا د کورني امنیت وزیر جان کیلي وايي، متحده ایالات په پام کې لري چې د هوايي شرکتونو امنیتي تدابیر زیات کړي او ښايي په دې ترڅ کې امریکا او له امریکا بهر ته په الوتنو کې په الوتکو کې دننه د لپټاپ کمپیوترونو پر وړلو هم بندیز ولګول شي.

ښاغلي کیلي پرون له فاکس نیوز چینل سره په مرکه کې وویل، په نویو امنیتي تدابیرو کې ښايي د مسافرو د لاسي بکس او نورو وسایلو دقیقه تلاشي هم شامله وي.

د امریکا حکومت په تېره مارچ میاشت کې د متحده عربي اماراتو، قطر او ترکیې په ګډون په لسو هوايي ډګرونو کې الوتکې ته دننه د لویو برېښنايي وسایلو پر وړلو بندیز ولګاوه.

د امریکا د کورني امنیت وزیر وویل، ترورېستان له خدایه غواړي چې یوه الوتکه په تېره له امریکايي وګړو ډکه یوه امریکایۍ الوتکه په هوا کې والوزوي.

جان کیلي دا احتمال چې دا امنیتي تدابیر د امریکا په کورنیو الوتنو کې هم تطبیق شي رد نه‎کړ.