مټېس: ټرمپ د اقلیمي بدلون د تړون برخه کې پرانیستی نظر لري

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټېس وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د پاریس د اقلیمي بدلون له تړونه د متحده ایالاتو د دوامدار ملاتړ په برخه کې پرانیستی نظر لري.

ولسمشر ټرمپ وروسته له دې چې تېره اوونۍ په بلجیم او ایټالیا کې د نړۍ د مشرانو تر فشار لاندې راغی، د شنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د پاریس د تړون د منلو یا رد په اړه خپله پرېکړه به په روانه اوونۍ کې اعلان کړي.

مټېس پرون له «CBS» ټلوېزیوني چینل سره په مرکه کې وویل، دی په بروکسل کې په ځینو هغو غونډو کې حاضر و چې د اقلیم بدلون په اړه بحث په‎کې وشو.

مټېس زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ دې بحثونو ته تیار و، خو دا پوښتنه هم ورسره وه چې ولې نور مشران او هېوادونه لا هم پر خپلو پخوانیو دریځونو کې وو.

ولسمشر ټرمپ اروپا ته د سفر پر مهال په دې اړه چې ایا امریکا به د پاریس د اقلیمي بدلون په تړون کې پاتې شي او که به ترې ووځي، له ژمنې ډډه وکړه، خو د امریکا دفاع وزیر ښاغلي مټېس ډاډ ورکړ چې ولسمشر ټرمپ په دې برخه کې پرانیستی نظر لري او د پاریس د تړون د مثبتو او منفي اړخونو په اړه څېړنه کوي.

د پاریس د اقلیمي بدلون موافقه چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوه د مضرو ګازونو د مخنیوي غوښتنه کوي.