د بریتانیا پولیسو د منچسټر د حملې په تړاو یو بل تورن هم نیولی

د بریتانیا پولیسو پرون وویل چې د منچسټر ښار د بمي حملې په تړاو یې یو بل تورن نیولی دی.

د منچسټر پولیسو په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې یو بل ۲۵ کلن ځوان‌یې د ترورېزم پر ضد د مبارزې له قانونه د سرغړونې په تور نیولی.

له دې سره د منچسټر د برید په تړاو د نیول شویو مشکوکو تورنو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

په نیول شویو کسانو کې د منچسټر د حملې د اصلي عامل سلمان عابدي مشر ورور اسماعیل هم شامل دی.

له دې ډلې څخه دوه کسان خوشې شوي او ۱۲ نور لا هم په توقیف کې دي.

په منچسټر ارېنا کې د یو کنسرت په پای کې د مې د ۲۲مې نېټې حملې ۲۲ کسان ووژل چې ډېری تنکي ځوانان وو او له ۶۰ زیات ټپیان په روغتون کې دي چې د ۲۳ کسانو حالت نازک بلل شوی.

چارواکي وايي چې د اوونۍ د پای په رخصتیو کې په ټوله بریتانیا کې د شااوخوا ۱۳۰۰ مناسبتونو د امنیت لپاره اضافي سرتېري پر خپلو دندو حاضر وو.