د ننګرهار چارواکي وايي، د اچین ولسوالۍ په وچکوټ سیمه کې د داعش ډلې او ولسي خلکو په نښته کې د داعش ۱۵ وسلهوال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي له دفتره خپور شوی بیان وايي چې نښته د شنبې ورځې ماسپښین پیل شوه او تر ماښامه روانه وه.
د بیان له مخې د داعشیانو مړي په سیمه کې پاتې دي او خپله تښتېدلي.
بیان زیاتوي چې په دې جګړه کې د یوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه ملکي وګړي هم وژل شوي او یو تن ټپي دی.