برېښنا شرکت: د برېښنا د سیسټم پر بدلون کار پیل شوی

د کابل د برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا د سیسټم پر بدلون کار پیل شوی څو له تاجکستانه پلازمېنې ته د برېښنا په لېږد کې زیاتوالی راشي.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو ته وویل، د سروبي، نغلو او ماهیپر د لینونو د سیسټمونو پر بدلولو کار روان دی څو له تخنیکي پلوه د تاجکستان د وارداتي برېښنا له لینونو سره مطابقت ولري.

نوموړی وايي:

"موږ پر دې تخنیکي تطابق کار پیل کړی څو دواړه لینونه له یو بل سره مطابقت پیدا کړي او د هغو لینونو په ظرفیت کې چې له تاجکستانه راځي سل میګا واټه زیاتوالی راشي تر څو کابل ته برېښنا ډېره کړو. "

ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې تاجکستان له ژمي پرته د کال په نورو فصلونو کې کابل ته د برېښنا د انرژۍ صادرولو ته چمتووالی ښودلی دی په داسې حال کې چې دا مهال کابل ته په څلور لینونو کې یوازې درې سوه مېګاواټه برېښنا انتقالېدای شي.