د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د داعش ډلې د غړو په ګډون ۵۰ تنه وسلهوال مخالفین د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.
دفاع وزارت په یوه بیان کې چې پرون خپور شو وايي چې دا پوځي عملیات د ننګرهار، خوست، کندهار او بدخشان په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې ترسره شوي دي.
د بیان له مخې په دې عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په نازیان او اچین ولسوالیو کې د داعش ډلې ۴ غړي او په ارزګان کې ۱۶، په کندز کې ۱۲، په هلمند کې ۷، په غرني کې ۴ او په هرات کې ۷ تنه وسلهوال ترورېستان وژل شوي دي.
بیان همداراز زیاتوي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر وسلهوال ټپیان شوي هم دي.