اسټرالیا افغانستان ته نور ۳۰ سرتېري استوي

د اسټرالیا د دفاع وزیر وايي، افغانستان ته د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې نور ۳۰ سرتېري استوي.

ماریس پین پرون د سنا کمېټې ته وویل، د اضافي پوځي روزونکو د استولو غوښتنه ترې ناټو او امریکا کړې ده.

په دې اضافي سرتېرو سره به په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځیانو چې د روزنې مأموریت پر مخ وړي ۳۰۰ ته لوړ شي.

د ناټو په مشرۍ د نړۍ ۳۹ هېوادونه دا مهال په افغانستان کې ۱۳ نیم زره سرتېري لري چې د افغان ځواکونو د روزنې او له هغوی څخه د ملاتړ مأموریت ترسره کوي.

اسټرالیا په داسې وخت کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه کوي چې متحده ایالات افغانستان ته د شااوخوا درې زرو نورو عسکرو په استولو غور کوي.