د ارزګان امنیتي چارواکي وايي چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د دوو قوماندانو په ګډون ۴۰ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د ملي اردو د لمړي کنډک قوماندان ملک زینالله نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه حملې تېره شپه د مرکز اړوند سیمو او همداشان په چارچینو ولسوالۍ کې شوي دي چې ۲۰ طالبان په کې ټپيان شوي دي.
ښاغلي زینالله زیاتوي چې په یادو حملو کې د وسلهوالو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.