د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوال له دوه ساتونکو سره د وسلهوالو مخالفینو په حمله کې ټپي شوی دی.
د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډيو ته وویل چې په عبدالحمید حامد باندې نن یکشنبه سهار د مرکز اړوند د وزیر کاریز په سیمه کې هغه وخت حمله وشوه چې له کور څخه د دفتر په لور روان و.
نوموړي زیاته کړه:
"نن سهار نههنیمې بجې په ولسوال عبدالحیمد باندې هغه وخت وسلهوالو مخالفینو حمله وکړه چې له کوره د خپل کار په لور روان و، په دغه حمله کې ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوی."
ښاغلی صالح زیاتوي،ولسوال د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی.
تر اوسه کومې ډلې د دغې حملې مسؤلیت نه دی منلی.