د امریکايي پوځیانو په ملاتړ عراقي ځواکونو د موصل په لوېديځ کې د داعش په لاس کې د پاتې سیمو د نیولو لپاره پراخه حمله پیل کړه.
د ګډو عملیاتو قوماندانۍ پرون وویل، امنیتي ځواکونو په موصل کې د دجلې رود پر غاړه پر هغو سیمو عملیات پیل کړي چې لا هم د داعش یا اسلامي دولت د وسله والو په لاس کې دي.
دا عملیات یوه ورځ وروسته له دې پیل شول چې د عراق هوايي ځواک له هوا څخه د موصل د زوړ ښار پر شمالي ګڼ نفوسه مېنه د خبرتيا پاڼې وشیندلې او له خلکو یې وغوښتل چې ووځي.
د موصل دا برخه یوازینۍ سیمه ده چې د داعش یا اسلامي دولت په کنټرول کې ده.