زرګونو اسرائیلیانو د فلسطیني دولت د ايجاد په ملاتړ مظاهره وکړه

زرګونو اسرائیلیانو پرون شنبه په تل ابیب کې د فلسطیني دولت د ايجاد په ملاتړ مظاهره وکړه.

د مظاهره چیانو پر شعارونو لیکل شوي وو «دوه دولتونه، یوه هیله.»

د پیس ناو «Peace Now» یا اوس سوله په نوم د اسرائیلي غیرحکومتي موسسې رئيس چې دا مظاهره یې ترتیب کړې وه، وویل؛ لاریون کوونکي د حکومت له لوري د تشدد، راسیزم یا نژاد پالنې او د اشغال د دوام پای ته رسېدو ته د هیلې پر نشتوالي اعتراض لري.

د پيس ناو بنسټ د بهرنيو اړيکو مديرې انات بن نون رويټرز اژانس ته وويل:

"موږ دلته راغلي يو چې د اسرائيلي پنځوس کلن اشغال په اړه خپل اعتراض څرګند کړو، د اسرائيل حکومت هڅه کوي چې موږ خاموش کړي، خو موږ دلته راغلي يو چې ثابته کړو، موږ به نه غلي کېږو، که څه هم حکومت د بيت المقدس د الحاق او د نورو سيمو د ازادي پنځوسمه کليزه لمانځي، موږ پوهېږو چې دا درواغ دي، دلته راغلي يو چې څرګنده کړو په خلکو کې اکثريت د دواړو دولتونو ترمنځ د لانجې د حل غوښتنه او د اشغال پرضد د مبارزې اراده لري."

د مظاهرې تنظیموونکو وویل، دا لاریون یې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني ټاټوبي د اشغال د پنځوسمې کالیزې په مناسبت ترتیب کړی دی.

پنځوس کاله مخکې اسرائيل لوېديځه څنډه او ختيځ بيت المقدس له ګاونډيو عرب هېوادونو سره د شپږ ورځنۍ جګړې په بهير کې له اردن څخه ونيول.