افغان او پاکستاني کرکټ لوبډلې دوه شل اوریزه سیالۍ کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه شل اوریزه سیالۍ تر سره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دا موافقه د دواړو هېوادونو د کرکټ بورډونو د مسؤلینو له لوري د پاکستان په لاهور کې وشوه.

ښاغلي هوتک وویل چې د دې موافقې له مخې ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه سیالي په راتلونکې جولای میاشت کې په کابل او دوهمه په پاکستان کې ترسره شي.

ویل کېږي چې پاکستان خپل یو لوبغالی هم د افغان لوبغاړو په واک کې ورکوي چې په راتلونکې کې ترې د کورني لوبغالي په توګه ګټه واخلي.