د ايران لوى مذهبي مشر د سعودي عربستان پر رهبرانو له امريکا متحدو ايالتونو سره د متحد کېدو له کبله انتقاد وکړ.
ده وويل چې د سعودي د رهبرانو پاليسۍ به بالاخره د دوى د نابودۍ سبب شي.
ايت الله علي خامنه اي پرون د روژې د راتلو په مناسبت د مذهبي مشرانو يوې غونډې ته په وينا کې وويل:
"دغه احمقان فکر کوي چې د پيسو په ورکولو او مرستې سره کولاى شي د اسلام د دښمنانو صميميت راخپل کړي، په داسې حال کې کوم صميميت شته نه، دوى د غواګانو غوندې دي چې شيدې يې لوشل کېږي او چې شيدې ونه لري، حلالوي يې."
د ايران مذهبي مشر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې اته ورځې مخکې سعودي عربستان ته د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د سفر پر مهال رياض له واشنګټن سره د ١١٠ میلياردو ډالرو په ارزښت دفاعي او تسليحاتي موافقه لاسليک کړه.