د شمالي کوریا رهبر د طیارو ضد وسلو د نوي سيسټم نظارت کړى

شمالي کوريا وايي، د دغه هېواد رهبر د طیارو ضد وسلو، د نوي سيسټم د ازموينې نظارت کړى دى.

کيم جونګ اون دغه راز د دې سيسټم د توليد او په ټول هېواد کې يې د ځاى پر ځاى کولو امر کړى دى.

د شمالي کوريا خبري اژانس نن راپور ورکړى چې د دغه هېواد رهبر د نويو رهبري شويو وسلو ازموينه کتلې ده.

د KCNA خبري اژانس په حواله، دغه سيسټم د بېلابېلو اهدافو د کشف او ويشتلو لپاره جوړ شوى او له هر استقامت څخه د توغول کېدو توان لري.

د اژانس په حواله، د شمالي کوريا رهبر له دې وروستۍ ازموينې راضي و او امر يې وکړ چې ټول هېواد کې دې د استفادې لپاره ځاى پر ځاى شي.

شمالي کوريا په وروستيو کلونو کې دوې اټمي او د باليستيک توغنديو په لسګونو ازموينې کړي چې د امريکا متحدو ايالتونو، غربي هېوادونو او جنوبي کوريا سخت عکس العمل يې پارولى دى.