فراه کې د کرنې د ودې لپاره یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کرنې او مالدارۍ وزارت له‌خوا په فراه کې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا په هدف درې کلنه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف‌الله راشد نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرنې وزیر اسدلله ضمیر پرون فراه ته سفر کړی وو او دغه پروژه‌یې د ۶ میلیونو افغانیو په ارزښت پرانیستله.

راشد وايي چې د دغې پروژې په عملي کېدو سره به په فراه ولایت کې د کرنې په برخه کې ښه‌والی راشي او د بڼوالۍ برخه به غښتلې شي.