د سوداګرۍ خونې د سپین‌بولدک-چمن لارې خلاصېدو هرکلی وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د سپین‌بولدک او چمن سرحدي لارې د پرانیستو څخه تود هرکلی کوي.

د دغې خونې مرستیال یونس مهمند نن ازادي راډیو ته وویل چې له دغې سرحدي لارې څخه هره ورځ ۴۰۰ بار وړونکي موتړ افغانستان او پاکستان ته واردات او صادرات کوي.

ښاغلی مهمند زیاتوي:

"دا یوه ازاده سیمه ده چې په‌کې ډېر شمېر خلک سوداګري کوي د دغې لارې بندېدل د ۲۲ ورځو لپاره د سوداګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده او د دې تر څنګ دا یوه ترانزیټي لار ده چې له دغې لارې موږ جنوبي اسیا او مستقیم له پاکستان سره سوداګري لرو."

ښاغلی مهمند وايي چې له دغې له لارې څخه په ورځ کې ۲۵۰۰۰ کسان تګ راتګ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سپین‌بولدک او چمن ترانزیټي لار د مې په ۵مه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر یوې وسله‌والې نښتې وروسته چې دواړو لورو ته‌يې مرګ ژوبله هم اړولې وه د افغان سوداګرو او ولسي وګړو پر مخ تړل شوې وه چې تېره ورځ پرانیستل شوه.