ځایي چارواکي: د هلمند پر سنګین ولسوالۍ مو د برید مخه نیولې

د هلمند سیمه‎ییز چارواکي وايي چې تېره شپه‎یې د سنګین ولسوالۍ پر یو شمېر امنیتي پوستو د وسله‎والو طالبانو ډله‎ییزه حمله په شا تمبولې ده.

د هلمند د والي له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دغې حمله کې ۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي، په همدې شپه افغان کومانډو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشان سیمه کې عملیات کړي چې یو شمېر وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.