د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې ۱۵ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار په اچین لسوالۍ کې د داعش ۱۵ وسله‌وال د سیمې له خلکو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي دفتر رسنیو ته ویلي چې د سیمې خلکو د اچین په واچ کوټ سیمه کې د داعشیانو پر ضد څو ساعته جګړه وکړه او د پنځو کسانو په تلفاتو سره‌يې داعشیان له سیمې پر شا کړل.

د سیمې د خلکو په وژل شویو کې یوه مېرمن هم شامله ده او یو بل تن ټپي دی.

د ننګرهار والي ګلاب منګل د داعشیانو پر ضد د اچین د خلکو پاڅون ستایلی دی او سیمې ته‌يې د اضافي امنیتي ځواکونو د استولو امر کړی دی.