افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو له زندان څخه یوولس بندیان ازاد کړي دي.
د هلمند د والي د مطبوعاتو او اړیکو د دفتر مسئول زاهد اتل ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په ناقل اباد کلي کي تېره شپه چاپه وهلې ده.
اتل په دې اړه نورجزئیات ورنه کړل، خو د پولیسو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دغه چاپه د کورنیو چارو دوزارت اړوند ۴۴۴قطعې وهلې ده.
سرچینه وايي چې یوولس زندانیان یې خوشي کړي دي چې پنځه نظامي او شپږ نور ملکیان دي.
د دغه عملیاتو پر مهال یوشمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دواړو غاړو ته د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.