په ناټو کې د روسیې سفیر د دغه ائتلاف لهخوا د پوځي لګښتونو د ډېرېدو پر پلان انتقاد کړی دی.
دی وایي، که اروپایي هېوادونه ډېرې وسلې وپيري، د امریکا دفاعي صنعت به اصلي ګټه اخیستونکی وي.
په ناټو کې د روسیې دایمي استازي الکساندر ګروشکو پرون یوه روسي تلوېزیون ته ویلي:
"که اروپایي هېوادونه د امریکا متحده ایالاتو غوښتنه ومني او د دوی بودجه تر دوه سلنه پورې لوړه کړي، دا به په دې معنی وي چې ټول لګښت به شااوخوا ۳۷۰ مېلیارده یورو ته ورسېږي چې دا یوه لویه شمېره ده."
ګروشکو زیاتوي، دغه هېوادونه به اړ وي چې د دې پیسو شل سلنه د وسلو پر رانیولو ولګوي چې دا په کال کې اویا مېلیارده یورو کېږي.
د ګروشکو په خبره، دا ښکاره ده چې د دې پیسو ډېره برخه د امریکایي وسلو پر اخيستلو مصرفېږي او پهدې سره د ده په وینا، د امریکا دفاعي سکټور ډېره ګټه ترلاسه کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او نور امریکایي چارواکي ټینګار کوي چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ناټو ائتلاف باید دفاعي لګښتونه ډېر کړي.
روسیه د ترورېزم سره د مبارزې په لا پیاوړتیا موافقه ده.