فارن پالیسي: ټرمپ به د افغانستان په جګړه کې څنګه بریا ترلاسه کړي؟

فارن پالیسي خپرونه په خپله پرونۍ ګڼه کې په یو تحلیلي مطلب کې پوښتنه کوي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به د افغانستان په جګړه کې څنګه بریا ترلاسه کړي.

خپرونه لیکي، د افغانستان جګړه د امریکا د ملي امنیت لپاره خورا مهمه ده ځکه چې القاعده ډله تراوسه په بشپړ ډول نه ده ماته شوې او پر دې سربیره دا جګړه د متحدوایالاتو د مشرتابه د ژمنو او اعتماد د خپلولو لپاره یوه ازموینه ده.

فارن پالیسي لیکي، د ولسمشر ټرمپ لپاره چې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ورته میراث پاتې ده، د دې جګړې ګټل ممکن کار دی.

د افغانستان د جګړې اوږدېدو ته په پام سره یوشمېر منتقدان وايي چې که تردې دمه دا جګړه نه ده ګټل شوې نو له دې وروسته هم د ګټلو وړ نه ده، خو ځینې نور بیا وايي، امریکا تراوسه نه ده توانیدلې چې افغانستان ته په کافي اندازه پوځي او ملکي مرستې ورسوي او همداراز په دې جګړه کې د بریا لپاره یې لازم زغم او صبر هم نه دی ښودلی.

فارن پالیسي خپرونه لیکي چې په لومړي ګام کې افغانستان ته د پوځي مرستو ترڅنګ د ملکي مرستو رسول خورا مهم دي او پر دې سربیره د امریکا پوځ باید د افغانستان له ملي، دفاعي ځواکونو سره عملي مرسته وکړي څو د وسله والو مخالفینو پر ضد د جګړې لپاره پر خپل توان ډاډه شي.

خپرونه زیاتوي چې په دې ترڅ کې باید په افغانستان کې د رغونې داسې پروژې عملي شي چې خلک د اوږدمهال لپاره ورته هیله من شي په داسې حال کې چې د خپرونې په وینا نه مرستندویو هېوادو په دې برخه کې پانګونه کړې او نه د افغان حکومت پالیسیو دې پانګونو ته لاره اواره کړې.

فارن پالیسي لیکي چې په همدې دلیل د حیرانتیا ځای نه دی چې په تېرو څو کلونو کې د نړیوالو له مرستو سره سره، افغانستان لاهم د ظرفیتونو او وړتیاوو له پلوه د نړۍ له ډېرو وروسته پاتې هېوادونو څخه دی.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي، د افغانستان په جګړه کې بریا په جنوبي آسیا، منځني ختیځ او نوره نړۍ کې د امریکا د بېلابېلو ګټو لپاره خورا مهمه ده او له بلې خوا که ښاغلی ټرمپ چې په امریکا کې دننه په سیاسي لانجو او ستونزو کې ښکېل دی وکولای شي د افغانستان جګړه په بریالیتوب سره پای ته ورسوي نو پر ده کورني فشارونه به هم کم شي.

انډین اکسپرس:

انډین اکسپرس ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د چین، هند او امریکا ترمنځ د همکارۍ لپاره مساعد چاپېریال شته.

په مطلب کې چې د افغانستان او سیمې د چارو کارپوه پروفیسور بارنت روبین لیکلی، په بېلابېلو برخو کې د امریکا- چین او چین او هند ترمنځ اختلافونو او سیالیو ته اشاره شوې.

د لیکوال په وینا دا درې هېوادونه کولای شي په افغانستان کې له اختلافونو لاس واخلي او د همکاریو لاره خپله کړي.

د انډین اکسپرس مطلب زیاتوي، دا همکاري د افغان ډیپلوماتانو د روزنې او د افغانستان د کرنیزې شبکې د پراختیا په برخو کې له پنځو کلونو را په دې خوا د امریکا او چین ترمنځ روانه ده او که هند هم پر دې بهیر ورګډ شي نو د دریو واړو هېوادونو چین، هند او افغانستان په ګته به وي.

پردې سربېره د دې ډول همکارۍ په وسیله به دوی څرګنده کړي چې په افغانستان کې د هند ونډې ته په مهمه سترګه کوري، په داسې حال کې چې چین له پاکستان سره په افغانستان کې ددې ډول همکارۍ وړاندیز نه دی کړی.

بارنت روبین لیکي د چین، هند او امریکا په ګډون په هند کې په وروستۍ غونډه کې د داسې یوې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وشو.

د روبین په وینا افغانستان اوس کولای شي د نړۍ د دې دریو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ د همکارۍ مهم ډګر وي چې په نتیجه کې به د افغانستان ژغورنې ته لاره اواره شي.