د افغانستان ولسمشر د دولت له وسله والو مخالفانو غوښتنه وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې په درناوي له وژنو او جنګونو لاس واخلي.
محمد اشرف غني دا غوښتنه په هغه ويډيويي پيغام کې وکړه چې د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت پرون جمعه خپور شو:
"له ټولو مسلح مخالفینو غوښتنه کوم چې د دې مقدسې مياشتې عزت دې وساتي او د افغانستان د خلکو د سولې او روغې- جوړې اواز ته دې لبيک ووايي،يا لږ تر لږه د روژې مبارکې مياشتې د احترام په خاطر دې له جنګ، قتل او قتال څخه لاس واخلي."
ولسمشر محمد اشرف غني په دې پيغام کې له ديني عالمانو او خطيبانو هم غوښتنه کړې چې په دې مبارکه مياشت کې دې خلکو ته د اعتدال، اتفاق او نېکۍ په اړه تبليغ وکړي.
نن په افغانستان او د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې د روژې اوله ده.