د G-7 هېوادونو مشرانو د ترورېزم په وړاندې نورې مبارزې موافقه وکړه

د G-7 ډلې يا د اوو صنعتي هېوادونو مشران وايي، د تروريزم په وړاندې يې پر نورې مبارزې هم موافقه وکړه.

دوى ويلي چې د تجارت په برخه کې يې خپل اختلافات کم کړي، خو د اقليم د بدلون په برخه کې نه دي توانېدلي د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره پر کومه موافقه سلا شي.

په ايټاليا کې د دې ډلې تر غونډې وروسته په ګډه اعلاميه کې چې د دې ډلې رهبرانو لاسليک کړې، غوښتنه شوې چې د انټرنټ برابروونکي او د ټولنيزو رسنيو شرکتونه دې د افراطي محتوياتو لرونکو مطالبو په برخه کې اقدام وکړي.

په G-7 ډله کې د امريکا متحده ايالات، بريتانيا، کاناډا، فرانسه، جرمني، ايټاليا او جاپان شامل دي.

خو په دې غونډه کې د اروپايي ټولنې استازي هم برخه لري.

په اعلاميه کې ويل شوي، د اووه صنعتي هېوادونو رهبرانو موافقه وکړه چې په ناامنو هېوادونو کې به د بهرنيو جنګياليو په نيولو او تعقيب کې ګډې هڅې کوي، لکه په سوريه کې.

دوى د بريتانيا په منچسټر ښار کې د دوشنبې ورځې د ځان وژونکې حملې له کبله د بريتانيا له حکومت سره خپل يووالى څرګند کړ.

په هغه حمله کې چې داعش ډلې يې مسؤليت منلى، د ګڼو ماشومانو په ګډون ٢٢ تنه وژل شوي دي.