م.م: روژې میاشتې ته په درناوي ټولې خواوې دې جګړه ودروي

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دې هېواد کې د جګړې له ټولو خواو وغوښتل چې د روژې میاشت ته په درناوی، جګړه ودروي.

تادامیچي یاماماتو دا غوښتنه په یوې اعلامیه کې کړې چې نن یوناما خپره کړې ده.

یاماماتو په دې اعلامیه کې د روژې د میاشتې په رسېدو د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله او خپلې نیکې هیلې يې څرګندې کړي دي.