دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳ وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په مختلفو برخو کې د دولت د وسله‎والو مخالفانو پرضد په تهاجمي عملیاتو کې ۴۳ وسله‎وال وژل شوي،۱۸ تنه ژوبل او درې نیول شوي دي.

د دفاع د وزارت اعلامیه وايي، په دې عملیاتو کې هوايي او توپچي ځواک هم برخه درلوده.

د اعلاميې له مخې دا پوځي عملیات د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، بغلان، بدخشان، غزني، هرات او لغمان په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې شوي دي.

چارواکي وايي، د دې عملیاتو په ترڅ کې د دولت د وسله‎والو مخالفینو ۳ قوماندانان هم وژل شوي دي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسو ته ورغلي دي.

د دولت وسله‎والو مخالفانو تراوسه د دې عملیاتو په اړه څه نه‎دي ویلي.