د امریکا یوه قوماندان شمالي قطب کې پر روسيې اندېښنه وښوده

د امریکا یوه قوماندان په شمالي قطب کې د روسيې له‎خوا په دې وروستیو کې د پوځي تأسیساتو د جوړولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

جنرال کین ویلزباچ ویلي شمالي قطب د نړۍ یوه ارامه سیمه ده او د روسيې دا پوځي خوزښتونه به ورته ګواښ جوړ کړي.

د امریکا د هوايي ځواک دغه قوماندان ویلي، په داسې حال کې چې شمالي کوریا لېرې واټن ویشتونکی توغندي ازمويې چې د امریکا الاسکا ته د رسېدو توان لري، متحده ایالات له د دغو توغندیو پر وړاندې قوي دفاعي لري.